بریتانیا ۲شرکتونو ته د کرونا واکسینونو د تطبیق اجازه ورکړه

بریتانیا د نړۍ لومړنی هېواد شو چې د یوه جرمنۍ کمپنۍ بیو ان ټیک او امریکایي ملګري شرکت فایزر د کورونا واکسینونو ته یې د تطبیق اجازه ورکړه.

ټاکل شوې دغه واکسین د راتلونکې اوونۍ له پيله بازار ته وړاندې شي.

د درمل جوړولو بیو ان ټیک جرمنۍ او فایزر امریکایي کمپنۍ دغه اعلان نن په نیویارک او ماینز ښارونو کې وکړ.

له دې سره به بریتانیا اجازه ولري چې تر امریکا او نورو اروپایي هېوادونو مخکې خپل خلک د کرونا پر ضد واکسین کړي.

د فایزر شرکت مشر البرت بورلا د بریتانیا دغه پریکړه " تاریخي شیبه" یاده کړه.

یو شمېر نور هېوادونه هم هڅه کوي چې کرونا واکسین تولید کړي.

دا هڅې داسې مهال کېږي چې د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې نژدې ۶۴ میلیونه انسانان په ټوله نړۍ کې په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې نژدې یو نیم میلیون تنه مړه شوي دي.