پاکستان د ټاپي پروژې د مالي او سوداګریزې ارزونې لپاره شرکت ګماري

آرشیف

پاکستان غواړي د ټاپي پروژې د مالي او سوداګریزې ارزونې لپاره یو مشورتي شرکت وګماري.

پاکستاني رسنيو لیکي، د دې هېواد د ګازو دولتي سیسټم یا 'ISGS' دا پرېکړه کړې، څو دا شرکت د ګازو د بیو لپاره د مېکانېزم جوړولو او په دې برخه کې د بحثونو او سټراټېژیو اړوند مشورې ورکړي.

ټاپي هغه پروژه ده چې له ترکمنستانه ګاز د یوه پایپ لاین له لارې لومړی افغانستان او بیا پاکستان او هند ته لېږدوي.

د ټاپي تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاس‌لیک شو، خو لومړنۍ عملي چارې یې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې پیل شوې.

تمه ده چې د دې پایپ لاین له لارې پاکستان او هند ته ګاز تر ۲۰۲۳ کال پورې ولېږدول شي.

د افغان حکومت د معلوماتو پر بنسټ، د دې پایپ لاین له ټرانزيټه به هر کال افغانستان له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ میلیون ډالر د فېس په توګه اخلي، افغانستان به هر کال د صفر اعشاريه ۶ میلیارډه متر مکعب غازو څخه برخمن کېږي او تر خوا به یې نږدې ۱۲ زرو تنو ته د کار زمینه برابره شي.