د کرونا د واکسین د اکمال لپاره د بېلابېلو هېوادونو تابیا

د نړۍ بېلابېل هېوادونه د کرونا د واکسین د اکمال لپاره تابیا نیسي.

دوی د دې لپاره پلانونه جوړوي چې وکولای شي خپلو خلکو ته د واکسین لومړني ډوزونه په څو اوونیو کې ورسوي.

د کرونا د واکسین د رسولو لپاره داسې وخت هڅې چټکې شوي چې کوویډ – ۱۹ ناروغۍ په ډېرو سیمو کې شدت موندلی.

هیله مندي شته چې د همدغه میلادي کال تر پایه د کرونا واکسین د تطبیق لپاره چمتو شي.

د کرونا د واکسین دوه مخکښې جوړونکې کمپنۍ مدرنا او بایوتیک/فایزر وار دمخه په دې هڅه کې دي چې په امریکا متحده ایالتونو او اروپا کې د واکسین د بیړني تطبیق اجازه ترلاسه کړي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې نږدې ۶۴ میلیونه انسانان ۶۳،۷۹۰،۷۷۴ په ټوله نړۍ کې په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې نږدې یو نیم میلیون۱،۴۷۹،۴۴۶ تن مړه شوي.