"سمندرونو کې د ایسارو ماڼوګانو وضعیت ته دې رسیدګي وشي"

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار کړی چې په سمندرونو کې د ایسارو لکونه ماڼوګانو وضعیت ته رسیدګي وشي.

دا ماڼوګان یا د بیړیو کار کوونکي، چلوونکي او خدماتي منسوبین د کوویډ – ۱۹ یا کرونا وبا په خاطر د بېلابېلو هېوادونو له خوا د سفر د محدودیتونو په سبب څو میاشتې له کورونو لېرې پاتې دي او د بېرته ستنېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو سازمان ۱۹۳ غړیو پرون په یوه غیر اجرايي پرېکړه لیک کې له دولتونو وغوښتل چې کورونو ته د دغو ماڼوګانو د ستنېدو غمه وخوري.

شاوخوا څلور لکه دا خلک په بېلابېلو سمندرونو کې ایسار دي او د ستنېدو اجازه نه لري.

چین، فلیپین، اندونیزیا، روسیه او اوکراین هغه پنځه لومړي هېوادونه دي چې د نړۍ د نوي فیصده تجارتي مالونو د انتقال بیړیو ته خدماتي کار کوونکي یا ماڼوګان ورکوي.