هشت صبح: د کرونا دوهمه راتلونکې څپه باید جدي وګڼل شي

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې خپله نننۍ سرلیکنه د طالبانو له‌خوا د یو شمېر ټولګټو شتمنيو ورانولو ته ځانګړې کړې او لیکي، تېرو دوو اوونیو کې طالبانو دوه مهم پُلونه ویجاړ کړي دي.

د ورځپاڼې له قوله، تېره اوونۍ دې ډلې د غور ولایت شهرک ولسوالۍ کې د هریرود سیند د پاسه د کمنج پُل ویجاړ کړ چې د تخریب په پایله کې یې د سیمې خلک له زیاتو ستونزو سره مخ شول، ځکه خلکو د همدې پُل څخه په ګټې خپلې ورځنۍ چارې مخته وړې او خپلې اړتیاوې یې پوره کولې.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، دغه‌شان طالبانو دوه شپې وړاندې د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې هم یو پُل د چاودېدونکو موادو په وسیله نړولی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، له لویو لارو نیولې، تر پُل او پُلچک، ودانیو، مخابراتي انتنونو، د برېښنا پایوو، بندونو او نور هغه تأسیسات چې ګټه‌یې ملت ته رسېږي، طالبانو ورته په یوه نه یو ډول زیان رسولی دی.

اطلاعات روز پر طالبانو تور پورې کوي چې د سولې خبرو سره سره‌یې خپل وران‌کاري اعمال نه‌یوازې دا چې بند کړي نه‌دي، بلکې لا یې زیات کړي دي.

خو طالبانو بيا تل دا ويلي چې ټولګټو پروژو سره کار نه‌لري او دا شان تورونه‌يې رد کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا په کابل کې د تېرې یوې میاشتې بریدونو او چاودنو ته کتنه کړې او دا میاشت‌یې د کابلیانو لپاره خونړۍ بللې.

ورځپاڼه لیکي، د راپورونو له مخې، په تېره میلادي میاشت کې په کابل ښار کې ګڼ بریدونه او چاودنې شوې دي چې له امله‌یې تر ۳۰ ډېر ملکيان وژل شوي او تر ۹۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د مسیر له قوله، دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د کابل امنیت د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارل شوی او حکومت د امنیتي تړون په نامه پروګرام هم پیل کړی چې ادعا کوي له دې لارې د کابل په امنیت کې پوره بدلون راغلی دی.

خو ورځپاڼه نیوکه کوي ليکي، سره له دې چې د امنیت د ښه‌والي ادعا کېږي، خو هره ورځ کابل ښار د يو، دوو چاودنو شاهد وي چې مرګ‌ژوبله هم لري.

ورځپاڼې د کابل مېشتو هغه اندېښنې هم را اخیستي ليکي، دوی له حکومتي او امنیتي چارواکو غواړي چې ژر تر ژره دې د کابل ښار د امنیت د ټينګښت لپاره خپلې هڅې چټکې کړي او د نا امنيو د کمېدو لپاره دې اقدامات وکړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د کرونا دوهمې څپې ته اشاره کړې او لیکي، د کرونا دوهمه راتلونکې څپه باید جدي وګڼل شي.

د ورځپاڼې له قوله، د عامې روغتیا وزارت د لړم په ۲۷مه ومنله چې د کرونا دوهمه څپه پیل شوې او له هماغې ورځې تر ننه د کرونا ويرونا ويروس سلګونه تازه مثبتې پېښې ثبت شوي او په لسګونه کسان‌يې له امله مړه شوي دي.

هشت صبح زیاتوي، وړاندوینه شوې چې د هوا په سړېدو سره به په ځانګړي ډول په لویو ښارونو کې چې هوا یې هم ککړه ده، په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېره پورته شي او دا پړاو به، د تېر په پرتله خطرناک وي.

ورځپاڼه پر خلکو غږ کوي چې وقایوي تدابیر ولري او هڅه وکړي چې له ټولو هغو لارو ګټه واخلي، کومې چې کولای شي د دې ویروس د لا ډېر خپرېدو مخه ونیسي.