امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټاکنو له ورځې د خپل کمپاین او سیاسي هڅو لپاره تر ۱۵۰ میلیون ډالرو ډېرې پیسې راټولې کړې دي.
رسنۍ وايي ولسمشر ټرمپ دغه پیسې په نومبر میاشت کې وروسته له هغې راټولې کړي چې خپلو پلویانو تهیې له تندو الفاظو ډکې ویناوې کولې او په عین حال کې یې په ټاکنو کې د درغلیو بېاساسه ادعا هم کړې وه.
نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې ټرمپ هغه میاشت د مالي مرستې له بېړنۍ غوښتنې سره سم ۱۷۰ میلیونه بسپنه ټوله کړه.
واشنګتن پوسټ ورځپاڼې بیا مخکې د پیسو دغه اندازه ۱۵۰ میلیون ډالره ښوولې وه.
ورځپاڼو دغه راپور د هغو کسانو په حواله برابر کړی چې د بسپنې دا موضوعیې تأیید کړې، خو خپل هویتیې په ډاګه کړی نهدی.