د ارزګان د والي ویاند وايي په ګېزاب او دهراوود ولسوالیو کې له جګړو زرګونو بېځایه شویو ته د عاجلو مرستو لړۍ پیل شوې ده.
په ګېزاب او دهراوود ولسوالیو کې له تېرو دوو میاشتو د سختو جګړو له کبله د اټکل له مخې ۵،۰۰۰ کورنۍ بېلابېلو سیمو ته بېځایه شوې دي.
د والي ویاند احمدشاه ساحل پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "تېره اوونۍ په ګېزاب ولسوالۍ کې څه کم ۹۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. سبا (چهارشنبه) او بل سبا په دهراوود ولسوالۍ کې ۱،۰۵۷ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو وېش پیلېږي."
د والي ویاند وايي مرکز ترینکوټ ته د بېځایه شویو لپاره هم له یوې میاشتې د همکارو مرستندویو ادارو په مرسته د بشري مرستو لړۍ روانه ده.