ناټو: راتلونکی کال به افغانستان کې د خپلو پوځیانو په اړه پرېکړه وکړو

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي وايي د ناټو غړي هېوادونه او شریکان به راتلونکی کال وضعیت ته په کتو له افغانستانه د وتلو، یا هم هلته د خپلو پوځیانو د کمولو پرېکړه کوي.

ینس سټولټنبرګ دا خبره تېره شپه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له پرونۍ غونډې وروسته یوه انلاین خبري کنفرانس ته وکړه: "دا چې په افغانستان کې خپل پوځیان نور کم کړو، یا په تدریجي ډول له افغانستانه ووځو که پاتې شو؟ دا پرېکړه به راتلونکی کال وضعیت ته په کتو کېږي. دا پرېکړه به د ناټو د ټولو شریکانو تر سلا مشورې وروسته کېږي. په راروانه فبرورۍ میاشت کې به د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه مهمه وي."

په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی چې د جنورۍ تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۴،۵۰۰ څخه ۲،۵۰۰ ته راکم کړي.