ميدان وردګ چارواکي: طالبانو نيول شوي پاتې ١١ کسان خوشې کړل

آرشیف

د میدان وردګ چارواکي، د هغو پاتې یولسو کسانو د خوشې کېدو خبر ورکړی چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې له خپلو نورو ملګرو سره وسله والو کسانو له ځانه سره بیولي وو.

د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریفزي نن سهار آزادي راډیو ته قومي مشرانو د دغو کسانو په خوشې کېدو کې رول لوبولی دی.

هغه زياتوي: "تېره شپه د میدان وردګ ولایت د علماوو ، قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب او ولایتي اداري په هڅو پاتې یوولس کسان هم له خپلو کورنیو سره یوځای شول."

د لیندۍ پر ۵ نېټه د میدان وردګ په جلریز ولسوالۍ کې ټول ۲۸ کسان چې کابل ته روان وو ، د وسله والو کسانو لخوا له موټره ښکته شوي وو چې یوه ورځ وروسته یې د قومي مشرانو په هڅه ۱۷ تنه خوشې شوي وو.

د دغه ولایت چارواکي وايي، دا ټول برمته شوي ملکي وګړي وو چې طالبانو نامعلومه ځای ته بیولي وو خو طالبانو تر اوسه د دې ادعا ځواب نه دی ویلی.