ظريفه غفاري: هيڅکله له خپلو فعالیتونو لاس نه اخلم

ظريفه غفاري

د آزادي رادیو د مخکښو ښځو د معرفي کولو اونیزه خپرونه کې د سوداګرۍ خونې غړې هوسۍ اندړ او د ميدان وردګو ښارواله ظریفه غفاري مېلمنې دي.

اغلې اندړ د یوه خصوصي تعلیمې مرکز مشره هم ده.

هغه وايي، له تجارت او شخصي کاروبار سره مینه لري.

آغلې غفاري د خپل پلار په وژل کېدو زیاته خواشینې ده خو وايي، هیڅ کله له خپلو فعالیتونو نه لاس په سرکېږي او خپل هوډ ته د رسېدو لاره تر آخره تعقیبوي.

غفاري زياتوي، د ښځو له حقونونه به تل دفاع کوي ځکه په دغه لاره کې افغانو ښځو زیاتې قربانۍ ورکړي دي.

داخپرونه نوریې جبارخېل جوړه کړې ده او تاسویې د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مخکښې ښځې