"په بلخ او فاریاب کې نږدې ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې"

آرشیف

د افغانستان په شمال کې ملي اردو وايي، په بلخ او فاریاب ولایتونو کې یې لږترلږه ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل، چې د دوشنبې په ماښام طالبانو د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته حمله وکړه چې له ځوابي برید سره مخامخ شول او په پایله کې یې ۳ طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول.

هغه همدا راز وویل، چې په دې حمله کې د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوی او درې ملګري یې ټپیان شوي.

د شاهین قول اردو ویاند وايي چې د فاریاب ولایت په ګرزېوان ولسوالۍ کې هم پر ملي اردو د طالبانو یوه ډله ییزه حمله دفع شوې او په ترځ کې یې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۴ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.