د پاکستان په ملتان کې زرګونه لاريون کوونکو د عمران خان استعفا وغوښته

آرشیف

د پاکستان په ملتان ښار کې زرګونو خلکو مظاهره وکړه او له عمران خان څخه یې وغوښتل چې استعفا وکړي.

دوی دا مظاهره له دې سره سره وکړه چې حکومت پر غونډو او مظاهرو بندیز لګولی او لسګونه فعالان یې نیولي دي.

پرونۍ مظاهره، چې د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ (PDM) تنظیم کړې وه، پنځمه ورته مظاهره وه.

دا غورځنګ په وروستیو کې د ۱۱ ګوندونو له لوري جوړ شوی دی.

د اپوزیسیون پلویانو د مظاهرې ځای ته په تللیو لارو کې د خنډونو پروا ونه کړه.

چارواکو ملتان ښار ته تللې لارې په کانتینرونو بندې کړې او په ښار کې یې د موبال ټېلفون خدمات درولي وو.