کندهار چارواکي: لا هم د پولیو ضد واکسین پر وړاندې ګڼ خنډونه شته

ارشیف

په کندهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسیناسیون کمپاین روان دی.

د کندهار والي حیات الله حیات پرون (دوشنبه) د دې کمپاین په لومړۍ ورځ له خلکو وغوښتل چې د پولیو پر ضد د واکسین له کمپاین سره همکاري وکړي.

د کندهار د والي ویندوی احمد بهیر احمدي د دې کمپاین په اړه ازادي راډیو ته وویل:

له بلې خوا د کندهار والي حیات الله حیات په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې لا هم په دې ولایت کي د پولیو ناروغۍ ضد واکسین د تطبیق پر وړاندې ګڼ خنډونه شته چې له امله یې معصوم ماشومان له دې واکسینه بې برخي کېږي او ژوند ته یې جدي خطر پېښېږي.

د واکسیناسیون دا کمپاین به د پنجشنبې تر ورخې دوام لري.