د ایراني اټومي ساینسپوه "محسن فخري زاده" جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د محسن فخري زاده جنازه

د ایراني اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده جنازه نن په تهران کې خاورو ته وسپارل شوه.

فخري زاده د نومبر په ۲۷ مه د تهران په یوه څنډه کې په پوځي بڼه په یوه برید کې چې ایراني چارواکو یې مسولیت پر اسراييلو اچولی، ووژل شو.

اسراییل په دې اړه له نظرورکولو ورکولو ډډه کړې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هیواد به یې د فخري زاده غچ واخلي خو په خپل وخت او بیړه نه لري چې په کومه لومه کې ونښلي.