ټاکل شوې چې د سوریې د حکومت، د اپوزیسیون او د مدني ټولنې استازي نن په جنیوا کې په دې هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د نوي پړاو په اړه خبرې وکړي.
د سوریې لپاره د ملګروملتونو استازي ګیرپیدرسن هیله څرګنده کړې چې دغه خبرې به د ښکېلو اړخونو ترمنځ د باور فضا له جوړولو سره مرسته وکړي.
هغه وویل، خبرو اترو مهمه مسله به د نوي اساسي قانون پراصولو متمرکزه وي.
له ۲۰۱۱ کال راهیسې د سوریې په کورنۍ جګړه کې له څلورلکو زیات کسان وژل شوي او له ۱۲ ملیونونو زیات هم له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.