په افغانستان کې سږکال د کبانو د روزنې ۳۵۰ فارمونه جوړ شوي

آرشیف

په افغانستان کې سږ لمریز کال د کبانو د روزنې ۳۵۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه فارمونه د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوي دي.

د کرنې وزارت وايي، د دغو ٣٥٠ فارمونو ترڅنګ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د کب روزنې ۱۰۰ نوي فارمونه چې په کې د کبانو د بچیو دوه تولیدي فارمونه هم شامل دي د کونړ، بلخ، بغلان، لغمان، کندهار، خوست او هرات په ولایتونو کې جوړ کړي دي.

دغه فارمونه د کبانو د ۲.۷ میلیونه بچیانو د تولید وړتیا او تکثیري فارمونه یې د کبانو د دوه میلیونه او ۴۰۰ زره بچیانو د تکثیر وړتیا لري.

وزارت وایي، سږکال د کبانو د تولید کچه د تېرکال په پرتله یوزر او ۵۰۰ ټنه زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال د کبانو د تولید کچه نږدې ۱۰ زره ټنو ته رسېده.