افغان چارواکي: لاهم له پاکستان سره ټرانزیټي ستونزې نه دي هوارې شوي

آرشیف، تورخم

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، لاهم له پاکستان سره ټرانزیټي ستونزې نه دي هوارې شوي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت هڅه کوي، چې له پاکستان سره په سوداګریزو چارو کې د خصوصي سکتور ټول خنډونه له مخې لرې کړي.

دغه وزارت وايي، لوړه تعارفه، په کرښه د سوداګریزونو مالونو درول او د لارو بندېدل د خصوصي سکټور پر وړاندې لویې ستونزې او ننګونې دي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکو زیاته کړې، چې یو افغان پلاوی به په نږدې راتلونکي کې له پاکستانیو چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

افغانستان او پاکستان د یو میلیارد ډالرو پر ارزښت سوداګري لري، خو افغان چارواکي هیله من دي، چې راتلونکي کال به پاکستان ته د افغانستان صادرات ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شي.

له دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري درې میلیارد ډالرو پر ارزښت وه.