نی: د الیاس داعي د وژنې په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی

محمد الیاس داعي

د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، امنیتي ادارو ورته ویلي چې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژنې په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی دی.

د دې ادارې اجرائیه مشر مجیب خلوتګر برايي ازادي راډیو ته دا خبره وکړه: "موږ ته داسې معلومات راکړل شوي، یو کس چې د طالبانو جګپوړی چارواکی دی چې په هلمند کې نیول شوی دی. د دولت نظر دا دی چې دغه کس د داعي په قتل کې لاس درلود."

وسله‌والو طالبانو چې پر الیاس داعي یې د چاودنې مسؤلیت نه‌دی منلی، د دغه مشکوک کس د نیول کېدو په اړه تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د لړم/ عقرب میاشتې پر ۲۹مه په مرکز لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.