سبا په خيبر پښتونخوا کې پولیو ضد واکسین کمپاين پيلېږي

آرشیف

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د پوليو د کنټرول اداره سر له سبا د پولیو د واکسین یو اوونیز کمپاین پيلوي.

د خیبرپښتونخوا د پولیو ضد د کمپاین مسوولینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې ټول ټال ۶۴ لکه ماشومان به په دې اوه ورځنۍ دوره کې واکسین شي.

د خیبرپښتونخوا په لرو پرتو سیمو کې ځینې خلک اجازه نه ورکوي چې ماشومان یې د پولیو پر ضد واکسین واخلي.

د یوه فلج شوي ماشوم حمزه خان پلار سخت پښېمانه دی چې زوی یې نه دی واکسین کړی.

هغه زياتوي: "خلک دې سرغړونه نه کوي، د خدای په خاطر دا ډېره خطرناکه ناروغي ده، ما یې زور وليد، ما د دغه هلک ګرمي ولیدله، که الله بچ کړ خو ښه کار به وي خو که نه شو د ده به څه ژوند وي؟."

سږ ۲۰۲۰ کال په پاکستان کې ۶۵ ماشومان په ګوزڼ اخته شوي چې ۲۲ یې په خیبرپښتونخواه کې دي.