"امریکا او اروپا ته د انارو جوس او د انارو د صابون صادرات ډېر شوي"

د کندهار انار

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، کندهار کې د انارو د حاصلاتو له زیاتېدو سره امریکایي او اروپایي هېوادونو ته د انارو د جوس او د انارو د صابون صادرات ډېر شوي دي.

د دې وزارت ویاند جواد دبیر وایي، روان لمریز کال کې په کندهار ولایت کې د انارو د جوس محصولات څه د پاسه ۱۰ ټن او همدا شان د انارو صابون تولیدات نږدې ۸ ټنو ته رسېږي.

د ښاغلي دبیر په وینا، په همدې موده کې کې د انارو جوس، صابون ترڅنګ د یادې میوې ۶۰۰ټن دانې هم چې روغتیايي او د سینګار محصولاتو کې کارول کېږي بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي.

نوموړی زیاتوي، اوسمهال کندهار کې د انارو جوس او د صابون تولیداتو کارخانو ډېرېدو سره دغلته لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې د تېر په پرتله په نړیوال بازار کې د کندهار انار و ښه بازار موندلی او د وزارت رهبرۍ کار کوي څو دا پروسه لا وغځوي.