له روسیې څخه جرمني ته د 'نارد ستریم ۲' په نوم د نللیکې د جوړولو کار به د امریکا د بندیزونو له کبله له یو کال ځنډه وروسته د ډسمبر په لومړیو کې پیل شي.
دا نللیکه د بالتیک سمندرګي په تل کې تېرېږي.
'نارد ستریم ۲' کمپنۍ پرون (شنبه) وویل، تر سمندر لاندې د نللیکې د اېښودلو کار به ژر پیل کړي.
د جرمني 'اېن ډي ار ۱' راډیو وویل چې د دې پایپ لاین د جوړولو کار به د ډسمبر په پنځمه پیل شي.
د دې نللیکې د جوړولو کار د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې وروسته له دې وځنډول شو چې امریکا پر دې پروژې بندیزونه ولګول.
د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به جرمني ته د روسیې د ګازو صادرات دوه برابره شي.