پاپ فرانسېس ۱۳ نوي کاردینالونه وټاکل

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر ۱۳ نوي کاردینالونه وټاکل.

پاپ فرانسېس دوی ته پرون شنبه په واتیکان ښار کې د کرونا ویروس له کبله په محدودو مراسمو کې ګوتمۍ او ځانګړې خولۍ ورکړې.

کاردینال تر پاپ وروسته دوهم مقام لري چې د پاپ د ټاکلو صلاحیت هم لري.

پخوا به په سنټ پیټر کلیسا کې په زرګونه کسانو په دغسې مراسمو کې برخه اخیسته، خو پرون د هر کاردینال ۱۰ مېلمنو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې له پاپ فرانسېس پرته نورو ماسکونه کارولي وو او له یو بله‌یې فاصله درلوده.

پاپ فرانسېس تر اوسه د ۱۲۸ کاردینالونو له ډلې ۵۷ فیصده‌یې ټاکلي دي.