زلنسکي: د ستالین د دورې کاختي د اوکراین د وګړو نسل وژنه وه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر د ستالین د دورې کاختي یا (هولو دومور) د اوکراین د وګړو نسل وژنه وبلله.

ولادیمیر زلنسکي پرون (د نومبر ۲۸مه) د «هولو دومور» د قربانیانو په یاد په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "هولو دومور چې د ستالین د استبدادي رژیم له‌خوا زموږ د خلکو د نسل وژنې لپاره پیل شو، د اوکراین د ملیونونو وګړو د مړینې سبب شو. دا د اوکراین له هغه شمېر وګړو سره چې په دوهمه نړیواله جګړه کې وژل شوي وو، برابر دي. موږ هغه پېښه نه‌هېروو او نه‌یې بخښلی شو."

اټکل کېږي چې له ۱۹۳۲ څخه تر ۱۹۳۳م کلونو پورې له دوه‌نیم میلیونو تر اووه‌نیم میلیونو پورې اوکراینیان د ستالین تر رهبرۍ لاندې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال مړه شوي وو.