د هلمند خبریالانو ټولنه: د الیاس داعي د وژنې څېړنو کې کوم پرمختګ نه‌شته

محمد الیاس داعي

په هلمند کې د خبریالانو یوه ټولنه وايي، د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي د وژنې په اړه په څېړنو کې تر اوسه د کوم پرمختګ نښه نه‌لیدل کېږي.

په مرکز لښکرګاه کې د ازادو خبریالانو د ټولنې مشر زین‌الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه تر دې مهاله، کشفي ارګانونو، مسؤلو ادارو په قضیه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی کړی. موږ او د ده کورنۍ ته‌یې راپور نه‌دی ورکړی، په داسې حال کې چې دوی په لومړیو ورځو کې ویلي وو چې په دې قضیه کې یې پرمختګ کړی او هغه مجرمان چې په قضیه کې لاس لري وبه نیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي."

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د لړم/عقرب میاشتې پر ۲۹مه، په مرکز لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

محلي چارواکو او وسله‌والو طالبانو د دې قضیې د څېړنې ژمنه کړې وه، خو تر اوسه د قاتلانو په پېژندلو او مجازاتو کې د پرمختګ راپور نه‌دی ورکړل شوی.