طالبان: د مذاکراتي ټيمونو ترمنځ د مذاکراتو طرز العمل بشپړ شوى

ارشیف

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو طرز العمل په 21 مادو کې بشپړ او وروستى شوی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل ټویټر ویلي، دا کړنلاره د روان کال د نومبر په ۱۵ مه تکمیل شوې.

هغه د بین الافغاني خبرو د دې تکمیل شوې کړنلارې جزییات نه دي په ډاګه کړي، خو زیاته کړې یې ده چې د کړنلارې یوه نسخه د دواړو مذاکراتي خواوو له تاييد وروسته د نومبر په اولسمه نېټه اسان چاري هېواد ( قطر) ته هم سپارل شوې ده.

تر اوسه د افغان دولت مرکچي په ټیم په دې اړه چې دا کړنلاره دې بشپړه شوي وي تبصره نه ده کړې.

د بین الافغاني خبرو دواړو لورو د سیپټمبر د ۱۲ مې نېټې راهېسې په دوحه کې پر دې کړنلارې بحثونه او غونډې پیل کړې وې.