اتمر د اسلامي همکاريو له سازمانه نوې غوښتنه وکړه

محمد حنیف اتمر وزیر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د اسلامي هېوادونو د همکارۍ له سازمان او په کې شاملو اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په سوله کې دې مرسته وکړي او پر طالبانو دې فشار راوړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

حنیف اتمر چې د نایجیر په پلازمېنه نیامي کې یې د اسلامي همکارۍ د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۴۷مه ناسته کې خبرې کولې افغانستان کې پر ولسي اهدافو د بریدونو زیاتېدل بې ساري وبلل.

هغه په دې لړ کې په کابل کې پر یو زېږنتون، یو ښوونیزو مرکز او کابل پوهنتون وروستي بریدونه د بېلګو په ډول یاد کړل او زیاته یې کړه چې پر معتدلو دینې عالمانو، د بشري حقونو پر فعالانو او ژورنالیستانو هم هدفي بریدونو زور اخیستی.

ښاغلي اتمر د تاوتریخوالي سره په یو وخت افغانستان کې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت هم بې ساري وباله او د اسلامي همکارۍ د سازمان له غړیو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان په سوله کې دې مرسته وکړي.

نوموړي د اسلامي همکارۍ د سازمان په ملاتړ په 2018 م کال کې په مکه مکرمه د دیني عالمانو هغه نړیواله غونډه مهم پرمختګ وباله چې افغانستان د سولې او په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو ملاتړ په کې شوی و او د اسلامي هېوادونو له دیني عالمانو یې وغوښتل چې د افغانستان د سولې لپاره دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان له هغو غړیو هېوادونو، چې د افغانستان سوله کې رول لري وغوښتل چې طالبان دې سولې ته وهڅوي.

ښاغلي اتمر ترهګري د اسلامي هېوادونو په شمول د ټولې نړۍ شریک دښمن وباله او ویې ویل: "له دې سره د مقابلې لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې افغانستان ته سوله راولو او د هغو بهرنیو وسلوالو پر ضد مبارزه وکړو چې په دې سیمه کې خوندي ځالې لري."

د اتمر په وینا په دې کې د اسلامي همکاریو سازمان مهم رول لوبولی شي او پر هغوی یې ټینګار وکړ چې لاسونه سره ورکړي او د افغانستان د سولې د پروسې ننګه وکړي او په اسلامي هېوادونو کې اسلامي دیني عالمانو وهڅوي چې افغانستان کې تاوتریخوالی وغندي او د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.