خامنه يي د "محسن فخري زاده" د وژل کېدو غچ اخیستل وغوښتل

د فخري زاده د وژنې سيمه

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د دې هېواد د یوه وتلي اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده د وژل کېدو د غچ اخیستو غوښتنه کړې ده.

خامنه يي نن پر خپله رسمي ویب پاڼه د دې قتل د تعقیب او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې.

په همدې ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د دې پېښې په تړاو اسراییل تورن کړ چې د امریکا د مزدور په توګه عمل کوي.

روحاني پر خپله رسمي ویب پاڼه لیکلي: "يو ځل بیا د نړیوالو اشرارو لاسونه د مزدور صهیونستي رژیم د دسیسې له کبله د دې هېواد د یوه بچي په وینو ولړل شول."

حسن روحاني نن د ایران د کابینې په غونډه کې وویل: "هم صهیونیستي رژیم او هم هغه کسان چې د ایران پر ضد دي، په دې باید پوه شي چې زموږ د ملګري فخري زاده په تلو سره به نور ډېر فخري زاده ګان ملا وتړي."

محسن فخري زاده د نومبر پر ۲۷ / پرون تهران ته نږدې په یوه وسله وال کمین کې ووژل شو.

د ایران د اټومي ادارې مشر علي اکبر صالحې نن ویلي، چې د فخري زاده وژنه به د ایران د اټومي پروګرام چاري اغېزمنې نه کړي.