چارواکي: په پکتیا کې سږ کال د جلغوزو حاصلات لس سلنه زیات شوي

ارشيف


په پکتیا کې د جلغوزو د پروسس او بسته بندۍ د شرکت کارونه بشپړ شول.

د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر ناصر عالمیار وایي، چې په دغه شرکت کې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په کلني ډول به ۶۰۰۰۰ ټنه جلغوزې بسته بندي شي.

سږ کال په دغه ولايت کې جلغوزو څه باندې ١٣زره مټريک ټنه حاصل ورکړی چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.

چارواکي وايي، که څه هم اوسمهال ګاونډي هېواد پاکستان ته د جلغوزو د قاچاق مخه تر ډېره نيول شوې، خو بيا هم يوه اندازه جلغوزي دغه هېواد ته په قاچاقي ډول وړل کېږي او پاکستان يې بيا په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروي.

چارواکی وايي، په کور دننه د جلغوزو د پروسس د ورته مزکزونو په جوړېدو سره به دا ستونزه هواره شي.