"بهر ته د افغاني غاليو صادرات دوه برابره کم شوي"

ارشيف

د افغانستان د غالیو د صادرونکو ټولنه وايي، سږکال یې بهر ته صادرات د تېر کال په پرتله دوه برابره کم شوي دي.

د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې مشر محمد عظیم اسلم زاده ازادي راډیو ته وویل چې سږکال شاوخوا ۲۵۰ زره مټر مربع غالۍ بهر ته صادرې شوې دي.

په داسې حال کې چې تېر کال تر همدې مودې دا کچه شاوخوا ۱۰۰ زره مټر مربع غالیو ته رسېده.

نوموړي وویل چې د کرونا ويروس له حده زیاته اغېزه د غالیو پر تولیدونکو ده او ډېری غالۍ اوبدونکي دم ګړۍ نه شي کولای خپل تولیدات په مناسبه بیه وپېري.

غالۍ اوبدنه او د غالیو پروسس هغه صنعت دی چې ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابروي.

که څه هم ویل کېږي چې اوسمهال په هېواد کې یو میلیون تنه په غالۍ اوبدلو او غالۍ پلورلو بوخت دي خو ځينې غالۍ اوبدونکي وایي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې د غالۍ اوبدونکو شمېر کمېږي.