د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره پر ۴ موضوعاتو غږېدلی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د غونډې په درشل کې سره ولیدل.

محمد حنیف اتمر په خپل ټوېټر لیکلي چې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره یې د سولې د راتلونکي پړاو، امنیت، د کډوالو په بېرته ستنېدو او اقتصادي همکاریو خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم له ښاغلي اتمر سره تر لیدنې وروسته په خپل ټوېټر لیکلي چې پاکستان د ټولو لپاره د یوه سوکاله راتلونکي په هدف له افغانستان سره د اړیکو غښتلتیا ته ژمن دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به افغان پلاوی له ګډونوالو هېوادونو د افغان سولې او ثبات لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړي.