فوزیه کوفي: د ښځو د حقونو له خوندیتوب پرته سوله له ناکامۍ سره مخ کیږي

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوې غړې فوزیه کوفي وایي چې د ښځو د حقونو او شته لاسته راوړنو له خوندیتوب او درناوي پرته د سولې له ناکامۍ سره مخ کېږي.

مېرمن کوفي دا خبره پرون جمعه(د لیندۍ ۷) د اسلام اباد د څېړنو د انسټیټوټ په یوه وېبينار یا انلاین غونډه کې وکړه.

نوموړې وويل: "د پروسې پر مهال که وګورو چې د خبرو د ښکېلو لورو له خوا د ښځو د حقونو خوندیتوب نه یقیني کېږي او د افغانستان لاسته راوړنو، بشري حقونو، تنوع او ټول شمولیت ته درناوی نه کېږي هغه به داسې یو وخت وي چې دا پروسه به نه کامیابیږي."

په دې غونډه کې د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل هم ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي.

هغې زیاته کړه چې ښځې د ټولنیزې پخلاینې په برخه کې تر ټولو مهم رول ادا کوي.