هندي پولیسو پر معترضو بزګرو اوبه او اوښلن ګاز کارولې

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د هند پولیس وايي چې پلازمېنې ته پر لار د معترضو بزګرو سره په لانجو کې له اوښکې بهوونکو ګازونو او اوبو کار اخېستی.

هندي بزګرو د دغه هېواد د کرنې په سکتور کې د نویو اصلاحاتو پر ضد مظاهره کړه ځکه ډاریږي چې ګواکې دا اصلاحات به دوی په لویو شرکتونو پورې وتړي.

له لانجو وروسته چارواکو بلآخره بزګر پلازمېنې نوې ډیلي ته پرېښودل خو پولیس پرې څار لري.