د افغانستان دفاع وزارت وایي، د بادغیس ابکمري ولسوالۍ لپاره یې د طالبانو نومول شوی ولسوال وژلی دی.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ملا امین الله چې په خادم مشهور و، تېره شپه له ۷ ملګرو سره هغه مهال ووژل شو چې پر همدې ولسوالۍ یې د برید نیت درلود.
دفاع وزارت ویلي، د دغو عملیاتو پر مهال له هوایي ځواکه هم کار اخېستل شوی دی.
طالبانو تراوسه د چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.