بلجیم کې د یوه ایراني دیپلومات او ۳ نورو کسانو د محاکمې غونډه جوړیږي

آرشیف

په بلجیم کې نن جمعه(د لېندۍ ۷مه) د یوه ایراني دیپلومات او درې نورو کسانو د محاکمې غونډه جوړیږي.

پر ديپلومات اسدالله اسدي او درې نورو تورنو کسانو شک دی چې ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې پاریس کې د مجاهدین خلق په یوه غونډه کې د ماین چاودنه پلان کړې وه.

اسدي په اتریش کې د ایران سفارت درېیم مرستیال و چې جرمني ته د یوه سفر پر مهال ونیول شو.

د بلجیم لویې څارنوالۍ دوه میاشتې وړاندې اسدي او درې نور کسان ترهګریزو چارو کې په لاس لرلو تورن کړل.

د ایران د مقاومت ملي شورا چې د مجاهدین خلق سازمان یې یوه لویه برخه ده ویلي، داسې شواهد لري چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي پاریس کې د دوه کاله مخکې دغه برید امر ورکړی دی.

خو ایران دغې پیښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.