د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر داسې کمولو ټینګار وکړ چې اوربند ته لاره هواره کړي.

محمد حنیف اتمر او شاه محمود قریشي نن ( جمعه) د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې چې نایجر کې جوړه شوې، دا خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د قریشي په حواله ویلي، کابل ته د صدر اعظم عمران خان دسفر پر مهال داسې ګډ لیدلوری رامنځته شوی چې سولې ته په رسېدو کې مرسته کوي.

بل لورته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب وایي، ښاغلی اتمر دغې دوه ورځنۍ غونډې ته د جمهوري نظام او د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ملاتړ جلبولو په هدف تللی.

ښاغلی تهذیب زیاتوي: "دغه کانفرانس کې زموږ پيغام واضح دی، هغه دا چې افغانستان کې جګړه ناروا ده، د اسلامي هېوادونو ټولنه دې د جګړې د ناروا بللو ترڅنګ له داسې نظام او سولې ملاتړ وکړي چې هغه کې د جمهوریت او مدني حقونو په ګډون د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې تضمین شي."

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۷مه غونډه نن او سبا د نایجر په نیامي ښار کې ترسره کېږي.