کورنیو چارو وزارت د خورشید ټلوېزیون د پخواني کارکوونکي د مړینې پېښه څیړي

د خورشید ټلوېزیون د خپرونو پخوانی رئیس رفیع الله صدیقي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، د خورشید ټلوېزیون د پخواني کارکوونکي او د یوې همکارۍ د مړینې( مرموزه) پېښه یې تر څیړنې لاندې ده.

د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، هر کله چې پرمختګ وشي، دوی به یې له خلکو سره شریک کړي.

د خورشید ټلوېزیون د خپرونو پخوانی رئیس رفیع الله صدیقي او د هغې د یوې همکارې فهیمې فیض مړی پرون د کابل په استالف ولسوالۍ کې وموندل شو.

کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و، لومړنۍ موندنې یې ښيي چې دغه کسان د ګاز نېونې له کبله مړه شوي دي، خو نا تایید شوي راپورونه بیا د دوی د مسمومېدو خبره کوي.

رفیع صدیقي پر خورشید ټلوېزیون سربیره د یوه څه مودې لپاره د ټاکنو کمېسیون او کانونو وزارت د ویاند په توګه هم پاتې شوی دی.