ازبکستان له یوې کمپنۍ سره هوکړې کړې چې هېواد کې یې طبي بنګ وکري

ازبکستان د مالټا له یوې کمپنۍ سره قرارداد لاسلیک کړ چې د منځنۍ اسیا په دې هېواد کې طبي بنګ وکري.

د دې قرارداد پر اساس به د مالټا میلابیس (Melabis) شرکت د ازبکستان د سیردریا ولایت په سردابه ولسوالۍ کې پر ۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه بنګ وکري.

دا لومړی ځل دی چې ازبکستان داسې یو قرارداد لاسلیکوي. په دغه هېواد کې مخدر مواد منع دي.

د ازبکستان د ځايي رسنیو د راپور له مخې، له بنګو څخه به یوازې په طبي درملو کې کار اخېستل کېږي او ورڅخه جوړ شوي درمل به بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.