ځینې ډیموکراتانو له بایډنه غوښتي چې د امریکا پوځي بودجه کمه کړي

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن

رویټرز خبري اژانس وايي، ځینې ډیموکراتان پر منتخب ولسمشر جوبایډن فشار راوړي چې د متحدو ایالتونو پوځي بودجه کمه کړي.

اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو درېيو کلونو کې د امریکا بودجه له څه باندې ۶۱۹ میلیاردو ۷۴۰ میلیارد ډالرو یعنې شاوخوا ۱۹ فیصده لوړه کړه.

د سیپرې په نوم د ستوکهلم د سولې د نړیوالې تحقیقاتي موسسې د راپور له مخې چې د سږکال په ثور میاشت کې خپور شو، د کرونا ویروس د اقتصادي اغېزو له کبله ښايي په راتلونکې کې د هېوادونو د پوځي بودجو د زیاتېدو بهیر ودرول شي او دا امکان هم شته چې کمې شي.