نورستان چارواکي: ددې ولایت په روغتيايي مرکزونو کې درمل نشته

د افغانستان په نقشه کې د نورستان ولایت

په نورستان کې روغتيايي کارکوونکو ته د څلورو مياشتو معاشونه ورکړل شوي، خو په روغتيايي مرکزونو کې درمل نشته.

د نورستان د عامې روغتيا رئیس ډاکتر ذکي الله ستوري ازادي راديو ته وويل چې په روغتيايي مرکزونو کې د درملو د کمي د پوره کولو او نورو اسانتياوو د برابرولو لپاره د عامې روغتیا وزارت خپلې همکارې موسسې 'اهیډ'ته پیسې ورکړي دي.

په نورستان کې د ۴۲ روغتيايي مرکزونو روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله څه باندې دوې میاشتې اعتصاب کړی وو.