اروپايي ټولنې او د روغتیا سازمان د ایډز د ټېسټونو زیاتېدو غوښتنه وکړه

د اروپايي ټولنې د ناروغیو د کنټرول ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان د 'HIV' ایډز د ټیسټونو زیاتېدو غوښتنه وکړه.

دوی وايي، په ځانګړي توګه ختیځه اروپا، روسیه او مرکزي اسیا کې په ایډز د اخته کسانو تشخیص ډېر ناوخته کېږي.

دغو روغتيايي ادارو ویلي، د HIV ویروس ناوخته تشخیص چې د ایډز ناروغۍ سبب کېږي، دېته زمینه برابروي چې اخته کسان د ژوندي پاتې کېدو لپاره له تداوۍ بې برخې پاتې شي.

هغه راپور چې د اروپايي ټولنې د ناروغیو د کنټرول ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) پرون خپور کړ ښيي چې په ۲۰۱۹میلادي کال کې په اروپا کې تر یو لک او ۳۶۰۰۰ ډېر کسان په HIV ایډز اخته شوي دي.

راپور وايي، په سلو کې ۸۰ پېښې د ختیځې اروپا، روسیې او د مرکزي د اسیا د ګڼو هېوادونو په ګډون د WHO تر پوښښ لاندې په ختیځه ساحه کې ثبت شوي دي.