د وژل شوي داعي کورنۍ د حکومت پر ځنډني پلټنو انتقاد کوي

په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي کورنۍ د نوموړي د وژنې په تړاو د حکومت پر ځنډني پلټنو انتقاد کوي.

د محمد الیاس داعي د وژل کېدو شاوخوا دوه اوونۍ پوره شوې، خو حکومت تراوسه په دې اړه پلټنو کې پرمختګ نه لري.

د ښاغلي داعي ورور مدثر دعوت ازادي راډیو ته په مرکې کې وویل چې حکومت باید د الیاس داعي قاتلین ونیسي او سزا ورکړي: "په لومړیو ورځو کې چې موږ له دوی سره اړیکې ټینګولې دوی پر ځینو ځایونو او کسانو باندې شک ښوده. موږ ته یې ویل چې پر ځینو کسانو شک لري، خو زموږ غوښتنه دا وه چې باید هغه کسان ونیول شي او یا سزا ورکړل شي چې د دې پېښې عاملین دي، خو لاهم تر اوسه په دې اړه هېڅ پرمختګ نه دی شوی چې چا دا کار کړی او ولې یې کړی دی."

وسله والو طالبانو هم وړاندې ویلي و چې د ښاغلي داعي د وژنې په اړه پلټنې کوي.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د نومبر د میاشتې په ۱۲مه په لښکرګاه ښار کې د ده په موټر کې د ځای پرځای شوي بم په چاودنه کې ووژل شو او یو ورور یې ټپي شو.

دغې پیښې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول.