د نورستان د کلیو د پراختیا او بیارغونې چارو تښتول شوی رئیس راخوشې شو

ارشیف

د نورستان د کلیو د پراختیا او بیارغونې چارو رئیس د وسله والو له منګولو راخوشې شو.

انجنیر سید معصوم سیدي یوه اوونۍ وړاندې د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې وسله والو کسانو تښتولی و.

د نورستان د حج او اوقافو رئیس او د قومي جرګې مشر مولوي محمد انور ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی سیدي د قومي جرګې په هڅو تېره شپه راخوشې شو.

دی وايي: "د نورستان د انکشاف دهات رئیس چې څه موده وړاندې نا معلومو وسله والو له ځانه سره بیولی وو، د ولسونو او ځایي مشرانو په هڅه خوشې شوی دی."

سید معصوم سیدي د نورستان مرکز پارون ته روان وو چې په کمین برابر شو، د برید پر مهال د سیدي یو ملګری وژل شوی و.