د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژنې په تړاو څېړنو کې پرمختګ شوی؟

په هلمند کې د ازادي راډیو د تکړه خبریال محمد الیاس داعي د وژل کېدو دوه اوونۍ پوره شوې دي.

حکومت تر اوسه د دې وژنې په څېړنه کې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړی.

وسله والو طالبانو هم ویلي وو چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.

د محمد الیاس داعي د کورنۍ غړي وايي، دوی تر اوسه نه پوهېږي چې په دې وژنه کې څوک لاس لري.

د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح د داعي له ورور مدثر دعوت څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې تر اوسه د محمد الیاس داعي د وژنې په تړاو په څېړنو کې د کوم پرمختګ معلومات له دوی سره شریک شوي دي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مرکه