امریکا کې کرونا؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۰۰ تنه مړه کړي

ارشیف

د امریکا متحده ایالاتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له امله د ۲۴۰۰ نویو مړینو د ثبتیدو خبر ورکړ چې دا په تېرو شپږو میاشتو کې په یوه شپه او ورځ کې د مړینو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د کورونا له امله په دې شمېر مړینې داسې مهال ثبتېږي چې نن پنجشنبې (د لېندۍ ۶) په امریکا کې کورنۍ سره راټولېږي اود "تنکس ګیوینګ" یا شکرانې مذهبې مراسم پرځای کوي.

د امریکا منتخب ولسمشر​ جو بایډن تېره شپه د شکرانې د ورځې په مناسب وینا کې د امریکا له خلکو وغوښتل چې له کرونا سره مبارزه شدیده او د دغې ورځې د لمانځلو په مهال د ټولنیز واټن د مراعاتولو په ګډون ډېر احتیاط وکړي.

هغه زیاته کړه چې له کرونا سره په جنګ یو نه له یو بل سره.