روسیه وايي، د داعش سخت دریځو یو پلان یې شنډ کړی

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې سرتیري

د روسیې امنیتي چارواکي وایي، د اسلامي دولت یا داعش سخت دریځو وسله والو یو پلان یې شنډ کړی دی.

د روسیې د فدرال امنیت ادارې "ایف.ایس.بي" نن (د نومبر ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، دغې ډلې نیت درلود چې د مسکو په یوې سیمه کې " تخریبي او ترهګریز" فعالیتونه وکړي.

دغې ادارې ویلي، د څېړنو او تالاشۍ پر مهال د یادې ډلې یو غړی د مسکو په ختیځ کې له جوړ شوي ماین سره نیول شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د داعش د دغې کړۍ یو بل هدف دا و چې نوي کسان جذب او ترهګرو ته مالي ملاتړ پیدا کړي.

د روسیې سترې محکمې د ۲۰۱۴ میلادي کال دسمبر کې داعش یوه ترهګریزه ډله وبلله او پر فعالیت یې بندیز ولګاوه.