ناټو: افغانستان د ښځو لپاره خطرناک ځای دی

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ملګرو ملتونو، ناټو او په کابل کې بېلابېلو دیپلوماتیکو ادارو د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې باید چټکې شي.

په افغانستان کې د ناټو ماموریت بیا ویلي، دغه هېواد د ښځو لپاره یو خطرناک ځای دی او دغه ماموریت غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جرایمو معافیت باید پای ته ورسیږي.

دغه غوښتنې داسې مهال کېږي چې نن د نومبر ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده.

ملګري ملتونه سږکال دغه ورځ په دې شعار لمانځي چې د جنسیت پر اساس د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه چټکه شي او د دې پدیدې په وړاندې له هېڅ زغمه کار وانه خېستل شي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویلي، سږکال د ښځو په وړاندې د تېر کال پرتله شل فیصده تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د نړۍ په ګوټ ګوټ په تېره بیا هغو هېوادونو کې چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات دی، سر له نن نه د ۱۶ ورځو په مخه د ښځو د حقونو د ساتنې یو کمپاین هم پیل شوی.