د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، د بدخشان د اينجې حاصلات ۳۵ ټنو ته رسېږي.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، چې سږکال د دې ولایت د اينجې د حاصلاتو کچه ۳۵ ټنو ته رسېږي.
ښاغلى رستمي وايي، چې اينجه تر ډېره په دې ولایت کې په وحشي او طبیعي ډول شنه کېږي خو په خبره يې، د کرنې وزارت هم د اينجې د کرکېلي د سیمو په پراختیا کې عمده رول درلود او تېر کال يې د درایم او تیشکان په ولسوالیو کې په نږدې په ۲۵۹ هکټاره ځمکه کې د اينجې کرکېله کړې ده.
اينجه یو طبي بوټی دی، چې د بدخشان ولایت د ډېرو ولسوالیو په غرونوکې په طبعي ډول شنه کېږي.
د کرنې وزارت وايي، تر دې دمه د بدخشان ولایت د طبعي اينجې د سیمو په هکله کومه دقیقه سروې نه ده تر سره شوې.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې چې څو ورځې مخکې ازادي راډيو سره شريک کړي وو، سږ کال په تخار ولايت کې هم د اينجې د حاصلاتو کچه ۱۲۵ ټنو ته رسېږي.