اذربایجاني ځواکونه په نګورنو قره باغ کې "چلبجر" سيمې ته هم ننوتل

نګورنو قره باغ کې د چلبجر سيمه

اذربایجاني ځواکونو د نګورنو قره باغ هوکړې له مخې یوه بله سیمه هم په خپل کنټرول کې راوسته.

د هوکړې له مخې ارمنستان د دریو سیمو پرېښودو ته اړ ایستل شوی.

د اذربایجان د دفاع وزارت نن ویلي د دوی پوځیان د هغې هوکړې له مخې چې د ارمنستان، اذربایجان او روسیې تر منځ لاسلیک شوې د چلبجر سیمې ته ننوتلي دي.

کروچر چې اذربایجان یې چلبجر یادوي باید د نومبر په پنځلسمه تسلیم شوې وای خو د بشري دلایلو په سبب دا کار ځنډېدلی و.

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د خونړۍ جګړې د درولو لپاره روسیې منځګړیتوب وکړ او دوی یې هوکړې ته سره ورسول چې له مخې یې ارمنستان د اګدام، چلبجر یا کروچر او لاچین سیمې پرېښودو ته اړ شو.

اګدام د نومبر په شلمه او چلبجر هم په پنځه ویشتمه تسلیم شو.

اذربایجان ته د لاچین د سپارلو نېټه د ډسمبر لومړۍ یاده شوې.

چلبجر وروسته له هغه اذربایجاني ځواکونو ته وسپارل شو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بېګاه د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف او د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره خبرې وکړې.