پومپیو: په افغانستان کې د اصلاحاتو او فساد پر ضد مبارزې ته اړتیا ده

مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې د اصلاحاتو او فساد پر ضد مبارزې غوندې اقداماتو ته اړتیا ده.

ښاغلي پومپیو پرون ماښام د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس پر مهال په ویډيويي پیغام کې زیاته کړه: "افغان حکومت باید د ثبات او امنیت د اساسي عنصرونو د تطبیق په برخه کې هماغسې چې خلک یې هیله لري، ګډون وکړي، زه د اقتصادي اصلاحاتو، د مخدره موادو په ګډون د فساد پر ضد د ریښتونې مبارزې، د مذهبي ازادۍ په ګډون بشري حقونو ته د درناوي، خصوصي سکتور ته ښه چاپېریال او پر ځان د متکي کېدو خبره کوم."

د افغانستان ۲۰۲۰ کنفرانس د افغانستان، فنلنډ او ملګرو ملتونو په نیمه مجازي توګه ګډون سره پرون ناوخته پای ته ورسېد.

په دې کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه.