جرمني: امریکا دې له افغانستان د وتونکو ځواکونو په اړه جزییات ورکړي

د جرمني دفاع وزیره آنه ګرټ کرامپ

د جرمني د دفاع وزیره وايي، برلین تمه لري چې له افغانستانه د وتونکو امریکايي ځواکونو په اړه به نور جزییات ورسره شریک شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني دفاع وزیره آنه ګرټ کرامپ کارانباویر د سې شنبې په ورځ وویل، غواړي پوه شي په راتلونکو ورځو کې به له افغانستانه څومره امریکايي ځواکونه وځي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به د جرمني او شریکانو پر ماموریت يې په لنډه موده کې څومره اغېز وکړي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی له ۴۵۰۰ سرتېرو څخه به ۲۵۰۰ يې د جنورۍ میاشتې تر پنځلسمې پورې له افغانستانه وځي.

ناټو خبرداری ورکړی چې ممکن دا ایتلاف له افغانستانه په بېړنۍ توګه د وتلو درنه بیه پرې کړي.